سیاستخبرونهټولنه

خلیل الرحمن حقاني مهاجرینو ته په شفاف او عادلانه ډول د مرستو پر وېشلو ټینګار وکړ

کابل / د سلواغې ۲۲مه /باختر

د هېواد د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیرالحاج خلیل الرحمن حقاني غور ته سفر وکړ.

د باخترآژانس د خبریال د خبر له مخې، په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر، د ملکي او پوځي بنسټونو د مسولینو، عالمانو او خلکو په ګډون جوړه شوې وه د هېواد د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني غور ته د خپل سفر هدف د غور د خلکو ستونزو ته رسیده ګي او د چلنجونو څېړنه و بلله.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د اسلامي امارت فتحه او بریالیتوب د افغانستان د خلکو د جهاد نتیجه وبلله او خلک یې یو والي او پیوستون ته راوبلل هغه زیاته کړه، چې ټول افغانان او مسلمانان یو؛ نو باید له نفاق څخه کرکه وکړو او د یرغلګرو او ظالمانو پره وړاندې یو موټی و اوسو.

حقاني د افغانسنتان خپلواکي د یووالي پیوستون او جهاد نتیجه وبلله او ویې ویل د اسلامي امارت مسوولین له ځنډ پرته په رسمي او غیر رسمي وخت کې د خپل ملت په خدمت کې دي او د اسلامي شریعت تطبیقول زموږ له ارمانونو څخه دي.

حقانی دغه راز مهاجرینو او بې وزلو کسانو ته د مرستو پر شفاف او عادلانه وېشلو ټینګار وکړ.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د مهاجرینو او بې ځایه شویو کسانو د ستونزو او چلنجونو د لرې کولو په خاطر د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې کورنیو او بهرنیو مهاجرینو ته د راستنېدو زمینه برابره وي.

ج-ا

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته