امنیت

دوه تنه پوليسان دبم د چاودنې له امله ټپيان شول

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٠ :    
په  هرات ښارکې د بم د چاودنې له امله دوه تنه پوليسان ټپيان شول.
دغه پيښه  تيره شپه  دښار  دملک  دروازې په سيمه کې دپوليسو ديوې       پوستې په وړاندې  رامنځته شوې  ده.
دهرات دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي باخترآژانس ته وويل             چې په دې  چاودنه کې دپوليسويو افسر او يو سرتيرى ټپيان شوي دي .
بم  په يوه موټر سايکل کې ځاى پرځاى اوپوستې ته څيرمه  درول شوى و.
په همدې حال دهرات دروغتون وياند  ددغې پيښې  دټپيانو روغتيايي حالت   ښه بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته