خبرونهټولنه

خبرتيا

کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون خبرتيا
د بلخ او غزني د ښوونکو د ۵ او ۶ بستونو متقضايانو ته خبر ورکول کېږي چې دغو بستونو ته د شرايطو برابرو کسانو ليست همدا اوس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون په وېب پاڼه کې شته.
د آزموينې په شرايطو برابر کسان د خپل ټليفون له لارې پيغام ترلاسه کوي.
دغه راز هغه کسان چې د شارت ليست له بهير څخه شکايت لري، کولاى شي د ليندۍ تر ١٥ مې پورې د اړوندو ولايتونو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په آمريتونو کې شکايت ثبت کړي.
د پاتي ولايتونو د شارت ليست پایلې وروسته اعلانېږي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته