امنیت

يوه ډله وسله وال مخالفين په پروان کې له دولت سره يوځاى شول .

کابل باختر دليندي  دويمه :
يوه څلور کسيزه ډله  وسله وال مخالفين پرون په پروان ولايت کې له دولت سره يوځاى شول .
  دپروان ولايت وياند وحيد صديقي دباختراژانس خبريال ته وويل څلور تنه وسله وال مخالفين چې پخوا دپروان ولايت دشينوارۍ ولسوالۍ په قول مير ساحوکې په دولتي ضد فعاليتونو بوخت و اوس دملي روغې جوړې دتګلارې په رښتينوالۍ باندې په پوهيدو سره  له دولت سره يوځاى شول .
يوه اړونده خبرځاى  وويل چې دغو کسانو خپلې وسلې هم دولت ته وسپارلې  .
ددغو کسانوسرګروپ وويل چې له دې وروسته ددغې ولسوالۍ  په بيلا بيلو سيموکې دامنيت په تامينولو کې ونډه اخلي او هيله لرم چې کارموندلو او دکار دزمينې  دبرابرولوپه برخوکې  دولت له موږ سره همکاري  وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته