ټولنه

خبرتيا

کابل باختر د مرغومي څلورمه :
  دکار او ټولنيزو چارو وزارت او دژوندانه  دچاپيريال ساتنې دملي ادارې ګډه خبرتيا .
په کابل ښار کې  دهوا دککړتيا او دترافيکي ګڼې ګوڼې دمخنيوي په مقصد له دويمو واحدونو سره يې  ددولتي ادارو  دکار رژيم په دوو کاري وختونوکې  دروان کال  دمرغومي دمياشتې له پنځمې نيټې  څخه  دکب دمياشتې تر پاى پورې  تنظيم  شوى دى .
دحج اواوقافو ،  ترانسپورت ، عامې روغتيا ، دښځو دچارو ، عدليې ، پوهنې ، مخابراتو اومعلوماتي تکنالوژى ، اطلاعاتو اوفرهنګ ، اقتصاد ، کانونو او پتروليم ،  کرنې اوبو لګولو اومالدارى ، صنعت اوسوداګرى او دمهاجرينو  دراستنولو دچارو وزارتونه ، په پارلمانې چارو کې  ددولت وزارت اودغه راز  د احصاييې ملي اداره ، دهوايي چلند  خپلواکه اداره ، دسيمه ئيزوارګانونو اداره ،   کابل ښاروالۍ ، دافغاني سرې مياشتې ټولنه ، دنورم او ستندرد ملي اداره ،  دپلټنې عالي اداره  او دبريښنا شرکت  دکار پيل دسهار په اته نيمو بجو او دکار پاى دماشپښين دلمانځعه داداکولو او دغرمې ډوډى  دخوړلو په خاطر ديو ساعت ځنډ په لرلو سره دمازيګر په څلور نيمو بجو .
دغه راز  نور وزارتونه  او خپلواکې دولتي ادارې  چې دکار رژيم يې په اوونۍ کې  دپنځو کاري ورځو  پربنسټ  تنظيم شوى دى  ، دکار پيل  دسهار په اووه نيمو بجو او دکار پاى  دماسپښين دلمانځه داداکولو او دغرمې ډوډى دخوړلو په خاطر  ديو ساعت ځنډ په لرلو سره  دمازيګر  په درې نيمو بجو .
دغه راز دکابل ښار  هغه ادارې  چې دکار رژيم يې په اوونۍ کې  دشپږو کاري ورځو له مخې  تنظيم شوى دى  دپخوا اعلان شوي  دکار له  رژيم سره سم دروان کال  دکب دمياشتې تر پاى پورې  خپل کار ته دوام ورکړي .
په همدې ترتيب  غير دولتي ادارې ، بهرنى موسسې  او خصوصي برخې دې دکار او ټولنيزو چارو وزارت له لورې پخوا  دکار له تنظيم شوي  رژيم سره سم خپل کار ته دوام ورکړي .
  ختم_ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته