سیاست

حامد کرزي : افغا نستان د تيرو لسو کلو نو دارزښتو نو دټينګښت لپاره د نړيوالې ټولنې دايمي ما لى ملا تړ ته اړ تيا لري

جمهور رئيس : ددې لپاره چې د امنيت د ليږد ونې اود افغا نستان د اقتصادي پرمختګونو بهير په شا نه تلو نکى وى ، د افغا نستان خلک هيله لري چې دغه کنفرا نس له دغو هدفو نو سره په رو ښا نو ژمنو باندې ټينګار و کړي

 حامد کرزي : د افغا نستان خلک نه غوا ړي چې ان له اړ تيا څخه يوه ورځ زيا ته نور د نړيوالې ټولنې داوږو بار واو سى .

افغا نستان د تيرو لسو کلو نو دارزښتو نو دټينګښت لپار ه د نړيوالې ټولنې دايمي ما لى ملا تړ ته اړ تيا لري

دغه ټکۍ د افغا نستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي د افغا نستان لپاره د بن د نړيوال کنفرانس د پرا نيستلو په مراسمو کې څرګند کړ

د هيواد جمهور رئيس د نړۍ دنږدى سلو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو اود پنځلسو نړيوالو سا زما نو نو استا زو ته په خطاب کې چې له افغا نستان سره د مرستې او ملا تړ لپاره د المان په بن ښار کې راټول شوى و وويل :

افغا نستان د بشپړ امنيت د تا مينولو اود اقتصاد د بيا وړتيا لپاره ستاسو دايمي ما لى ملاتړ ته اړ تيا لري ددې لپاره چې د امنيت د ليږد ونې اود افغا نستان  داقتصادي پرمختګو نو بهير په شاه نه تلونکى وي .

د افغا نستان خلک هيله لري چې دغه کنفرانس له دغه هدف سره په روښانو ژمنو باندې ټينګار و کړي

حامد کرزي د بن د نړيوال کنفرانس د کور به تو ب په خا طر د المان  له حکومت څخه د مننې او کورودا نۍ د ويلو په ترڅ کې څرګنده کړه : لس کاله مخکې په همدې ښار کې و چې افغا نستان له تورتم ، ظلمت او تجريد څخه له هيلو او ژمنې څخه ديوې ډکې را تلو نکى په لور د وتلو لپاره خپل تاريخي سفر پيل کړ . تاسي ټول په دې سفر کې له موږ سره ملګرى وي له دې ا مله دايو ستر امتياز دى چې له تاسو سره يو ځاى ددغو ګټو هڅو او ژمنې لسمه کاليزه نمانځو .

جمهو ر رئيس د بن کنفرا نس يوه مهمه تاريخي پيښه و بلله او وي ويل نن په بن کې تاريخ يو ځل بيا په داسې حال کې ټوکيږي چې يو د مو کرا تيک او وا کمنې لرو نکى افغا نستان له نړيوالې ټولنې سره يو ځاى د امنيت د تا مينولو اود سيمه ييزې او له هغې څخه بهر همکاري په لاره کې درغنده همکاريو د ژور تيا او پرا ختيا لپاره راغونډيږي

حامد کر زي د نړيوالې ټولنې د مرستو او قربانيو له ا مله د مننې په ترڅ کې په تيرو لسو کلو نو کې د افغا نستان اود نړيوالې ټولنې برياليتو بو نه په ګو ته کړل او وي ويل موږ پراخ سياسي بهير رامنځته کړ اود افغا نانو ترمنځ مو يو والى تا مين کړ او داسې زمينه مو مساعده کړه چې افغا نستان بيا د ټولو افغا نا نو ګډ کور شي

موږ دړې وړې ملى او سيمه ييزې اداري بيا جوړې کړې اود يو پراخ بنسټه اود مو کراتيک نظام بنسټ مو کيښود د بيان د ا زا دى دحق ، دغونډو د جوړ ولو دحق اود سياسي مشارکت په ګډون د هيواد وا لو اساسي حقوق او ا زا دي د افغا نستان په اساسي قا نون کې تضمين شوى دى د افغا نستان امنيتي مرکزو نه بيا جوړ شوي دي ، افغان ښځو په افغا ني ټولنه کې خپل روا دريځ بيا ترلاسه کړي دي دقا نون وا کمني کرار کرار ټينګښت مو مي اود عا مه خد متو نو د وړا ندى کولو بهير ښه وا لى مو ند لى دى .

د اساسي رو غتيا يي خد متو نو پوښښ د افغا نستان دوګړو په سلو کې له نهو څه په سلو کې څه دپاسه شپيتو ته لوړ شوي دي ، په ښوونځيو کې د نو مو نو ليکل له نږدى يو مليون تنو زده کوونکو څخه اته اعشاريه څلورو مليو نو تنو ته رسيد لى دي ، په تيرو لسو کلو نو کې مو زيا ت واټو نه جوړ کړي دي نن ورځ په سلو کي شپيته تنه افغا نا ن تيلفون لري . مطبو عا تو زيا ته وده کړي ده د کو چني پانګې اچو نې په زر ګو نو تصدي جوړې شوي دي ديو زيات شمير افغا نا ن نن له بل هروخت څخه زيات په خصوصي سکتور کې کار کوي په لنډه تو ګه لس کاله مخکې له يو درد ونکى حالت څخه زموږ اقتصاد دياد ونې وړ وده تجربه کړې ده او زموږ د نا خالصو ملى عوايدو ا ندا زه نږدى درې برا بره زيا ته شوې ده

جمهور رئيس دې ته په اشارې سره چې افغا نستان له دغو برياليتوبونو سره سره لا تر او سه پورې ديو باثبا ته د مو کراتيک او په خپلو پښو در يدلى هيواد ته درسيدو هدف نه دى تر لاسه کړي وويل بيو زلى او بيرته پا تې والى لا تر اوسه پورې مهمې ننګو نې بلل  کيږي زموږ ځوا نه د مو کراسي لړ ځنده ده

اود  افغا نستان خلک لا تر او سه پورې دځوا کمنو ، اغيز منو اوځواب ورکوونکو ملى مرکزونو دلرلو لپاره خپلې هيلى ته نه دي رسيد لي ، دپا نګى اچو نې کمښت ، د موا زى جوړښتو نو شتون اود فساد رواجول اود معافيت فرهنګ دځوا کمنى او اعتبار له پلوه د مرکزو نو دپرمختيا د کمزورتيا سبب شوي دي

 جمهور رئيس ډيره ستره ستو نزه د نا امني زيږنده وبلله او وي ويل : نا امني د بيا جوړولو ، اصلا حا تو او پرمختيا په سا حو کې زموږ دپرمختګ مخه نيو لې ده خودتروريزم د ګواښ پراخ سيمه ييز اړخونه هير کړى شوي دي او له هيواد څخه په بهر کې د ترو رستا نو دپټنځايو نو ستو نزه هما غه شان د وام لري په نتيجه کې ، ترورستان د افغا نستان د خلکو دسو لى او ارا مي پرخلاف خپلې وينې څښونکى جکړې ته د وام ورکوي او دغه حقيقت د افغا نستان ثبات اودسيمې ودټولې نړۍ دايمى امنيت له جدى خطر سره مخامخ کړي دي .حامد کرزي دخپلې وينا په يوه برخه کې د افغا نستان دراتلونکى په باب خپل نظربيان کړ او وي ويل موږ افغا نان په يو سوله ييز هيواد کې د ژوندا نه هيله او ليوالتيا لرو داسې هيواد چې په هغه کې په عزت ، سو کا لى اوخوشحالى سره د اتحاد او اتفاق په فضا کې ژوند و کړاي شو

موږ غواړو افغا نستان په يو با ثبا ته ، دمو کراتيک او سو کاله هيواد بدل کړو هغه هيواد چې ټولو افغا نا نو ته د امن او سو له ييز کور وى او له لري او نږدي ګاونډيا نو اونورو سره يې دوستا نه او ارزښتنا کې اړيکې و لري ، موږ جدي هلې ځلې کوو چې افغا نستان بيا د هغو کسا نو لاس ته ور نه شي چې له دغه هيواد څخه په نورو د ګواښ او زيان دسرچينې په ډول کاروا خلى ، موږ غواړو زموږ هيواد په سيمه کې دامنيت او سو لى لپاره يوه رښتينې پا نګه وي

 جمهور رئيس ددغه نظر د تحقق په باب چې هغه يې د افغا نستان دټولو خلکو نظر و باله وويل: دغه نظر د تحقق لپاره موږ د تيرو لسو کلو نو برياليتو بو نه ټينګوو او په کلکي ژمنې او ارا دې سره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو، له فساد سره د مبار زې په لاره کې زموږ هلې ځلې په اغيز منه تو ګه دوام لري اود کيفيت د لوړولو شفافيت او ځواب وييلو په هدف به په د ولتي مرکزو نو کې پراخ اصلا حات تطبيق کړو موږ به دقا نون وا کمني تنفيذ کړو او په عد لى او قضا يي سکتور کې به اصلا حا تو ته دوام ورکړو ، په تيره بيا څرنګه ما په دوديزه لو يه جرګه  دافغا نستان له خلکو سره ژمنه و کړه ، موږ د افغانستان د ملکى خد متو نو د اداري اصلاح د خپل کار محور  ګرځو لى چې دغه اداره غير سياسي او مصئو نه ده اود افغا نستان خلکو ته د خد مت ځوا کمني ولرى موږ د انتخا باتو بهير اصلاح کړي او هغه به افغا ني کړو چې د هرډول تقلب او لاس و هنې په وړا ندى خوندى پا تې شي

 جمهور رئيس د خپلو خبرو په يوه برخه کې هيله و کړه : د امنيتي مسو ليتو نو د ليږد ونې دويم پړا و د ٢٠١٢  م کال د فبر وري د مياشتې تر پايه پورې چې په دې ترڅ کې به د هيواد امنيتي ځوا کونه د افغا نستان د وګړو په سلو کې څه نا څه دپنځوسو د امنيت د تامينولو مسو ليت په غا ړه وا خلى ، پاى ته ورسيږي

ده زيا ته کړه : موږ په بشپړ ډ ول هوډ من يو چې له پرو ګرا م سره سم د امنيتي مسو ليتو نو د ليږد ونې بهير د٢٠١٤ م کال ترپايه پورې بشپړ کړو په همدې حال کې له نړيوالې ټولنې په تيره بيا د نا تو په سا زمان کې له خپلو متحدينو څخه غوا ړو چې د افغان امنيتي ځوا کو نو روزنې اوسمبالښت  ته د هغوى دظرفيت د لوړ ولو په مقصد دوام ورکړي او هغه لا زيات پراخ کړي چې زموږ ځوا کو نه د خپلو اتباعو دسا تنې اود وا کمني ددفاع ځوا کمنى ولري

 حا مد کرزي دسو لى د بهير ددوام په باب وويل په دې ور وستيو وختو کې دسو لى د بهير درا تلو نکى په باب په دوديزه لويه  جرګه کې د افغا نستان د ملت له استا زو سره مشوره و کړه او په ډيري خوشحا لى سره دې نتيجې ته ورسيدم چې د افغا نستان خلک د پاکستان له اسلا مي جمهوريت سره ددوه اړ خيزې همکاري په ګډون دسو لى د هلو ځلو ددوام غو ښتو نکى دي اود سو لى او خبرو د بهير د پرمخ بيولو لپاره زموږ اصول دغه ر ا ز پرځاى او بدلون نه منو نکى پا تې دى سياسي بهير به دغه را ز هر اړ خيز اوعمومي وى او هغه طالبان او جګړه مارا ن چې له تا وتريخو الى څخه يې لاس واخلى او له نړيوال تروريزم سره خپلې اړيکى بندى کړي دي د افغا نستان اساسي قا نون و منى او سو له ييز ژوندا نه ته راستا نه شي ، کولاي شي له دغه بهير سره يو ځاى شي ، دغه را ز د افغا نانو دسو لى د هلو ځلو له ا مله دسعودى عربستان دپا چا اعليحضرت خادم الحرمين الشرفين د لارښونو او ملا تړ ددوام لپاره  د افغا نستان د خلکو هيله څرګند وم

حامد کرزي ددوديزې لويې جرګې دياد ونې په ترڅ کې چې په يوه غږ اود نظر په يو والى سر ه يې له نړيوالې ټولنې سره د افغا نستان د اړيکو ددوام غو ښتنه و کړه وويل: لو يې جرګې له نړيوالې ټولنې سره داوږد مهالو سترا تيژيکى همکاريو د لرلو لپاره زموږ هلې ځلې تائيد ې کړې او ددغه شان همکاريو د تړو نو نو دلاسليک کولو لپاره يې يو لړ شرايط وضع کړل . ددغو همکاريو هدف هما غه د امنيت اوثبات له تا مينولو او هم د افغا نستان له را تلو نکى اقتصادي پراختيا سره مرسته ده په دې برخه کې له افغا نستان سره داوږد مهالو همکاريو په باب د خبرو دپيل لپاره داروپا د اتحاد يې د تصميم هرکلي کوو موږ په دې با ور يو چې دغه شان همکاري به نه يوا ځې افغا نستان ته بلکې ټولې سيمې ته ګټور ى وي او په هيڅ صورت ګاونډيا نو اويا نورو هيوادونو ته کوم ګواښ متو جه نه کړي

 جمهور رئيس په دې باندې په ټينګار سره چې د افغا نستان راتلونکى مسو ليت په خپله د افغا نا نو په اوږودى او ددغه مسو ليت په تر سره کولو کې موږ افغا نان بي پروا يي نه کوو او ارا ده به يې بدلون ونه مو مي ، د بن د کنفرانس برخه والو ته په حطاب کې وويل په لس کلنه دوره ( ٢٠١٤ تر٢٠٢٤ ) کال پورې ستاسو دايم ملا تړ ، ژمنه او پيو ستون به حيا تي وي چې له تاسو سره يو ځاى و کولاى شو خپل برياليتو بو نه لا زيات پيا وړي کړو اود مو جودو چلنجو نو او ننګو نو په لري کولو لاس پورې کړو . د افغا نستان خلک نه غوا ړي ان له اړتيا څخه زيا ته يوه ورځ هم د نړيوالې ټولنې داوږوبار واو سي خو نه په شاه تلو نکى پرمختګ او برياليتو ب ته درسيدو لپاره به لږ ترلږه ديوې لسيزې لپاره ستاسو دايمي ملاتړ ته اړتيا لرو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته