امنیت

دکاپيسا ولايت د انتخاباتو دخپلواک کميسيون دوه تنه کارکونکي وتښتول شول

کابل باختر دليندي اتلسمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دوه تنه کارکوونکي پرون دکاپيسا له ولايت څخه وتښتول شول .
دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ اوسيدونکي قيس اومحمد بزرګ چې ددغه ولايت د انتخاباتوپه خپلواک کميسيون کې يې کار کاوه دوسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول .
دکاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر سمونوال اسدالله حميدي باخترآژانس ته وويل چې تراوسه پورې دهغوى برخليک معلوم نه دى او د هغوى دخلاصون په خاطر هلې ځلې روانې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته