نړۍ

آلمان داروپا دامنيت او همکارۍ دسازمان مشرتوب په غاړه اخلي

برلين دويچه  ويله   باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤ :
آلمان ديو کال لپاره  داروپا دامنيت او همکارۍ دسازمان مشرتوب په داسې  حال کې په  غاړه اخلي  چې  دغه وچه له ډول ډول   بحرانونو سره مقابله کوي.
دآلمان دمونشن  دامنيتي کنفرانس رئيس  په دې باور دى چې دغه هېواد په يو کال  کې نه شي کولاى داروپا امنيت و ژغوري.
اروپا  همدا اوس  له ډول ډول  چلنجونوسره  مخامخه ده   . تروريستي بريدونه ، دروسيې او ترکيې ترمنځ کړکيچ  او داوکراين په ختيځ کې دمهاجرينو او دشخړو زياتوالى  .
دبهرنيو چارو وزيران  داروپا دامنيت او همکارۍ دسازمان په کنفرانس کې  په تيره بيا   داروپا دامنيتي حالت په باره کې خبرې کوي.
دوى هلې ځلې وکړې  چې دروسيې او ترکيې  دبهرنيو چارو وزيران  دکنفرانس په څنډه کې ددوه اړخيزو  خبرو لپاره په يوه خونه کې يوځاى کړي.
په دې ترتيب  دروسيې او ترکيې  دبهرنيو چارو وزيرانو سرګي لاوروف او مولودچاوش اوغلو دنيم ساعت لپاره  خبرې وکړې.
دا د روان کال دنوامبر دمياشتې  په وروستيو کې  دترکيې دهوايي پوځ له خوا  دروسيې  ديوې جنګي جټ الوتکې له  راغورځولو وروسته ددواړو هېوادونو  ددوو جګپوړو مقاماتو لومړۍ کتنه ده .
تراوسه پورې ددغو خبرو محتوا نه ده  روښانه شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته