خبرونهاقتصادټولنه

جوزجان کې یوې مېرمنې نږدې ۲۰۰ کوڼدو او بې وزلو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

کابل، د کب ۱۳مه، باختر
په جوزجان کې يوې ښځې د وړيو اوبدلو او لاسي صنايعو د يوې فابریکې په جوړولو سره ۱۷۰ کونډو او بې وزلو مېرمنو ته د کار زمينه برابره کړې ده.
د دغه فابریکې مسوولې سنګي ماه باختر آژانس ته وويل چې د دې فابریکې په جوړولو سره يې ١٧٠ کونډو او بې وزلو مېرمنو ته د کار زمينه برابره کړې ده.
هغې زیاته کړه: «ما وغوښتل چې د دې کارګاه په جوړولو سره هغو ښځو لپاره چې زياتره يې کونډې او د خپلو کورنيو سرپرستي کوي، د کار زمينه برابره کړم او هم د دې ډاډ ترلاسه کړم چې لاسي صنايع چې په جوزجان کې تاريخي مخینه لري، هېرې نه شي.»
نوموړي په دغه کارګاه کې د ۳۰۰ نورو مېرمنو د کار کولو لېوالتيا ته په اشارې سره وويل، چې که کار يې ښه شي، نو دغه شمېر مېرمنې به هم وګوماري.
يوه ۵۰ کلنه مېرمن حميده چې د وړيو په برخه کې په کار بوخته ده وويل: «زه ډېره خوشحاله يم چې دې کارګاه ته راغلې یم، پخوا به مې په کور کې کار کاوه، او په یوه کیلو وړیو اوبدلو مې ۵۰ افغانۍ ترلاسه کولې ، خو اوس چې دلته راغلې یم دوی ماته ۷۰ افغانۍ راکوي.»
نوموړې زیاته کړه کله چې له دې کارګاه څخه مياشتني عايد تر لاسه کوي، لږ تر لږه د ژوند ستونزې يې یوې اندازې پورې حل کېږي.
د جوزجان ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په دغه ولايت کې شاوخوا ۴ زره ۵۰۰ مېرمنې په ١٨ برخو (غالۍ اوبدلو، خیاطۍ ، وړيو اوبدلو، بیک ګندولو، خامک دوزۍ) او نورو لاسي صنايعو په برخو کې کار کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته