خبرونهاقتصادټولنه

جوزجان کې د ۱۰ پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې 

کابل، د مرغومې ۱۲ مه، باختر

د شبرغان ښاروالۍ مسوولینو په یاد ولایت کې  په تېرو دوو کلونو کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ پراختیايي پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

د جوزجان والي قاري ګل حيدر شفق باختر آژآنس ته وویل، چې د یادو پروژو رغول، خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول، د هېواد پرمختګ او پراختیا د اسلامي امارت د پروګرامونو له لومړیتوبونو څخه دي چې د یو بل په همکارۍ او مرستې په بېلا بېلو برخو کې کارکوي.

په ورته وخت کې د شبرغان ښاروال مولوي حبيب الله قانع وايي، چې د یاد ولایت د سرې میاشتې د لوېدیځ ، رسته زرګري، بقیه مسګري، د ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون او د شهدای دشت لیلې څلور لارې ته څېرمه د سړکونو د کانکرېټ چارې د یادې ښاروالۍ له بودجې څخه  د ۱۴ ميليونه افغانيو په لګښت روانې دي. 

په همدې حال کې د جوزجان اوسېدونکي په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت د کارونو او لاسته راوړنو هرکلى کوي او وايي چې اسلامي امارت هغه څه کړي چې په تېرو شلو کلونو کې د تېر حکومت د چارواکو له لوري نه دي شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته