امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې ديو قوماندان په ګډون څلور تنه طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول .

کابل باختر د ثور پنځمه :

دکونړ ولايت  په اړوندو ولسواليو  دوسله والو طالبانو د تيرې شپې په بريدونو کې ديوه قوماندان په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول .

دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل دباختراژانس خبريال ته وويل وسله والو طالبانو  تيره شپه دکونړ ولايت دسرکاڼو ، ناړۍ او ماڼوګي په ولسواليو بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې  دامنيتي ځواکونو له خوا ددغو بريدونو په شنډولو  سربيره اته تنه وسله وال طالبان ټپيان او څلور تنه نور ووژل شول .  سيدخيل  دغه راز زياته کړه چې په دغو نښتو کې دقاسم په نامه دوسله والو طالبانو دډلې  يو قوماندان چې دطالبانو دورانکارو فعاليتونو رهبري يې کوله اوهم له افرادو سره يې وژل شوى دى .  ده زياته کړه: دغه راز ددغو نښتو په بهير کې  درې تنه ماشومان هم ټپيان شوي دي . سيد خيل زياته کړه چې ددغو نښتو په بهير کې  يوملي پوليس شهيد او دوه تنه سيمه ئيز پوليسان ټپيان شوي دي .  ده زياته کړه چې لاتراوسه پورې هم ددغو  ولسواليو په ځينوسيموکې خورې ورې نښتې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته