خبرونهټولنه

جوزجان کې د څه باندې ۸  کیلومتره سړک د رغولو چارې بشپړې شوې

کابل، د وري ۱۴ مه، باختر

د جوزجان په مردیان ولسوالۍ کې پر ۸.۱۵ کیلو متره سړک د کرېړ اچولو چارې بشپړې شوې دي.

د جوزجان د کډوالو چارو رییس مولوي امان الله طلحه د باخترآژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د (یو.ان.اچ.سي.آر) موسسې په مالي ملاتړ د ۲۰.۳ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۸.۱۵ کیلو متره سړک د کرېړ اچولو چارې بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک په رغولو سره په یاده برخه کې د ۲۴۰۰ کورنیو ستونزې حل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته