کابل، د کب ۱۰ مه، باختر
د جوزجان امنیتي مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې په واورو کې بند پاتې ۴۲ کسان ژغورلي دي.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د یاد ولایت د آقچې ولسوالۍ د کوهستاناتو په مربوطاتو کې ۴۲ کسان چې په واورو کې بند پاتي وو ژغورل شوي دي.