کابل_باختر د ليندى د مياشتې ٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په سیمه ییز وخت تېره شپه د فرانسې پلازمېنې پاریس ته ورسېد.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پام کې ده، چې جمهور رئیس غني د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس کې چې د ملګرو ملتو د سازمان په نوښت په پاریس ښار کې جوړېږي، وینا وکړي او همدارنګه په کنفرانس کې د ګډون کوونکو هېوادونو له ځینو مشرانو سره کتنې ولري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ