امنیت

په روزګان کې نښتو زور اخستى دى .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
په روزګان ولايت کې په تيرو څلورويشتو ساعتو کې نښتو زور اخستى دى .
دغه جګړې دروزګان ولايت ددهراود او چارچينو په ولسواليو او ددغه ولايت دمرکز ترينکوټ ښار په مربوطاتو کې شوې دي .
لومړى جګړه تيره شپه په چارچينو ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو دپوځيانو په يوې قرارګاه بريد وکړ .
دروزګان ولايت دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور تپيان شوي دي .
ده زياته کړه چې دغو طالبانو ته په چارچينو ولسوالۍ کې په يوې پوځي قرارګاه دبريد په وخت کې دپوحيانو له خوا دډزو له امله مرګ ژوبله واوښته .
ويل کيږي چې په دې جګړه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبر له مخې  اوو تنو وسله والو طالبانو ته دروزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په نښته کې مرګ ژوبله واوښته
دغه جګړه تيره شپه دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان ديرغلګرو له ډزو وروسته ونښته .
په روزګان ولايت کې  دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه ر از په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې درې تنه وسله وال طالبان دروزګان ولايت دترينکوټ ښار بازار ته څيرمه له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
دغه جګړه نن سهار هغه وخت ونښته چې پوځيانو په طالبانو په ډزو سره دطالبانو له خوا په يوواټ کې دماين ښخولو مخه ونيوله .
دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې دروزګان ولايت ځينې سيمې دنښتو په ډګر بدلې شوې دي هغه پيښې چې وسله والو طالبانو ته د سردروند زيان اوښتى دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته