۱۰۰ ورځې

جمهور رئیس احمدزي د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له سرپرست او مرستیالانو سره وکتل

کابل باختر د تلي اوولسمه
د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي،نن له غرمې مخکې د سیمه ئیز ارګانونو د خپلواکې ادارې له سرپرست عبدالخالق فراهي او د دغې ادارې له مرستیالانو سره په ارګ کې  وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې د جمهوري ریاست دويم مرستیال سرور دانش او د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ  د رامنځته کولو په برخه کې د جمهور رئیس فوق العاده استازي احمد ضیا مسعود هم حضور درلود، د تېرې ناستې پر دوام  د والیانو د ټاکنې لپاره پر ځانګړو معیارونو او د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کېدلو پر لاروچارو بحث او خبرې اترې وشوې .جمهور رئیس احمدزي د مرکز او ولایتونو ترمنځ په منظمه توګه د اړیکو پر ټینګښت ټینګار وکړ، وې ویل چې له دې وروسته به دی پخپله د یومنظم کاري پروګرام له مخې په اوونۍ کې یو ځل د هېواد له والیانو سره وګوري او خلکو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه به ورته ځانګړې لارښوونې وکړي.
همدا راز په دې ناسته کې د هېواد په لویو ښارونوکې د ستونزو د په ګوته کولو او له منځه وړلو په موخه د ښاروالیو او خلکو ترمنځ د اساسي بحثونو پر لاره اچولو باندې خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته