روغتیا

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي نن سهار د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د څو تنو ماشومانو په خوله کې د دوو څاڅکو واکسین په څڅولو سره د مني د لومړۍ دورې د پولیو دواکسیناسیون سراسري کمپاین په رسمي ډول پیل کړ

کابل باختر  د وږي۲۷مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي نن سهار د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د څو تنو ماشومانو په خوله کې د دوو څاڅکو واکسین په څڅولو سره د مني د لومړۍ دورې د پولیو دواکسیناسیون سراسري کمپاین په رسمي ډول پیل کړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
دغه کمپاین د روان کال د وږي له ۲۶ نېټې څخه پیل او د هېواد په ۳۴ ولایتونوکې د دريو ورځو لپاره  دوام کوي چې په ترڅ کې به یې ۸،۲ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه ښکته دي د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي په موخه واکسین شي.
د دغه کمپاین د عملي کولو لپاره شپږ پنځوس زره شپږسوه اووه دیرش تنه رضاکاران او روغتیایي کارکوونکي برخه اخلي او د دغه کمپاین مالي لګښت شاوخوا ۳،۲ میلیونو ډالرو ته رسیږي.
د عامې روغتیا وزارت د هېواد له والیانو، ولسوالانو، ښاروالانو، د امنیه له قوماندانانو، دیني عالمانواو له  قومي مشرانو څخه هیله کوي چې د کمپاین د بریالي ترسره کولو لپاره د واکسیناسیون له ټیمونو سره مرسته وکړي او ټولې کورنۍ وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
همدا راز د عامې روغتیا وزارت د ماشومانو له میندو او پلرونو څخه غواړي چې د عامې روغتیا وزارت له هغو ټیمونو سره چې د دوی کورونو ته ورځي هر اړخیزه مرسته وکړي  او د واکسین لپاره دې خپل ویده، ناروغ، نوي زیږیدلي او میلمه ماشومان حاضر کړي.
په دغو مراسمو کې د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي، د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل او په کابل کې د کاناډا سفیر هم ګډون کړی و
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته