خبرونهامنیتTOP

جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په همغږۍ او ګډو هڅو د دښمن ګواښونه دفعه کړي

کابل/ د غبرګولي ۲۴مه/ باختر

جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني نن د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ په غونډه کې چې د هېواد دا منیتی او دفاعي مسوولینو په ګډون د هېواد پر عمومي امنیتي وضعیت د بحث لپاره په اړګ کې جوړه شوې وه، د امنیتي برخې مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په همغږۍ او ګډو هڅو د دښمن ګواښونه دفعه کړي  .

په دغه غونډه کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه د وروستیو پرمختیاوو د راپور ورکولو ترڅنګ د دښمن د خوځښتونو د شنډولو په موخه خپل پلانونه او برنامې تشریح کړې.

جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان یادو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې پر منظمې همغږۍ، ګډو هڅو او پلانګذارۍ د دښمن ګواښونه دفعه او د وطنوالو د امنیت د تامین په موخه لازم اقدامات وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته