امنیت

په خوست کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل / د وري ۱۳ مه / باختر
د پوليسو د ځانګړو قطعاتو منسوبانو پرون خوست کې د يو موټربم د چاودنې مخه ونيوله.
د خوست د پوليسو مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي چې تروريستانو غوښتل له بمونو ډک دغه موټرته د خوست ښار په مربوطاتو کې  په يوه ګڼ مېشته سيمه کې چاودنه ورکړي.
پوليسو د دغې پېښې دعاملانو د پېژندنې او نيولو په اړوند څيړنې پيل کړې دي.
پاى ذ  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته