خبرونهامنیتTOP

جمهورریس غني د ۲۰۵ اتل قول اردو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره وکتل

کابل/ د غويي ۲مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د ۲۰۵ اتل قول اردو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره د یادې قول اردو په جامع جومات کې د مازدیګر لمونځ ادا کړ.
جمهوررئیس د مازدیګر لمانځه له ادا کولو او د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح ته له دعا وروسته یادو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ د پاملرنې په محراق کې قرار لري او له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو په وتلو سره موږ د همکارۍ نوي فصل ته داخلېږو. همداراز د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو سره زموږ ټول قراردادونه او له افغانستان څخه د دوی دیپلوماټیک، اقتصادي او د بشري حقونو ملاتړ پر ځای دی.
جمهوررئیس د ځانګړو عملیاتو قول اردو قومندان برید جنرال هیبت الله عليزي څخه مننه وکړه وې ویل: د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه پر امنیتي او دفاعي ځواکونو نه یواځې زه، بلکې د افغانستان ټول خلک ویاړي.
د هیواد جمهوررئیس کندهار ولایت ته له یوه ورځني سفر وروسته، نن ماښام بېرته کابل ته راستون شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته