نړۍ

په عراق کې څلويښتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

بغداد اسوشتدپرس باختردغبرګولي دمياشتې ١٦
دعراق په شمال کې نن ددوو  ځانمرګو بريدونو له امله څه ناڅه اووه تنه ووژل شول او اووه ديرش تنه نور ټپيان شول.
داسوشتدپرس دخبري آژانس دخبرله مخې :
دغه بريدونه دنينوا ولايت  دموصل ښار ته څيرمه رامنځته شول  او  ټول وژل شوي کسان نژادي توکمي دي .
دملګروملتو دسازمان درپوټ له مخې :  يوازې  دتير کال په نا آراميو کې په عراق کې  اته زره  اته سوه  اته شپيته تنه  وژل شوي دي چې په وروستيو کلونو کې ډيره لوړه شميره ګڼل کيږي .
دنننيو بريدونو  دسردزيان شمير  دروغتونونوله خوا تائيد شوي دي  خو دهغو مسووليت تراوسه پورې  چاپه غاړه نه دى اخيستى  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته