سیاست

مشرانوجرګې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون او د انتخاباتي شکايتونو دتشکيل، دندو اوصلاحيتونو قانون تصويب کړ

کابلباختردسرطان ٢
د سنامجلس د رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون او د انتخاباتي شکايتونو د خپلواک کميسيون د تشکيل ، دندو اوصلاحيتونو په قانون کې ټول تعديلونه تصويب شول.
دمشرانوجرګې مطبو عاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه قانون د افغانستان د اساسي قانون د يوسلو شپږ پنځوسمې او درې ديرشمې مادې له حکم سره سم د انتخاباتو د خپلواک کميسيون او د انتخاباتي شکايتونو د خپلواک کميسيون په تشکيل، دندو، صلاحيتونو او د فعاليت په څرنګوالى پورې د اړوندوچارو دتنظيم په مقصد وضع شوى دى چې دحکومت او ولسي جرګې له خوا د وروستيو واردوشويو تعديلونو په باب د مشرانوجرګې د تقنيني، عدلي اوقضايي چارو په کميسيون کې کار وشو او نن د سناتورانو مولوي غلام محى الدين منصف، حافظ عبدالقيوم، محمدحسن هوتک او د حاجي عبدالله له خوا غونډې ته وړاندې شو چې دغړو دنظريو له وړاندې کيدو وروسته له ځينو تعديلونو سره جوخت د رايو په اکثريت تصويب شو.
په دې قانون کې د انتخاباتي شکايتونوخپلواک کميسيون ته د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون ، دانتخاباتي کميسيونونو دغړو دټاکنې دڅرنګوالي ددغو کميسيونونو د دارالانشا ګانو د رييسانو دټاکنې ، دټاکنې له کميت څخه د ګوندونو د استازو دحذف په برخه کې يو لړ تعديلونه رامنځته شول چې ټا کل شوې ده د دواړو مجلسونو په مصوبه کې دځينو اختلافونو په باب د دواړو مجلسونو د مختلط هيئت له خوا خبرې وشي.
دغه راز پرعايداتو باندې د مالياتو د قانون په ١٠٢ ماده کې د تعديل طرحه چې د ملي اقتصاد‌، مالي او بودجې په کميسيون کې تدقيق اومطالعه شوې وه، ددغه کميسيون د رييس مولوي عبدالوهاب عرفان له خوا وړاندې شوه او په ځينو تعديلونو سره د رايو په اکثريت هغه هم تصويب شوه.
دغه راز دغونډې په يوه بله برخه کې په قطرکې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو دموضوع دغړو په تودو خبرو بدله شوه. دمجلس غړو په ملي روغې جوړې برلاسي چې د اوسنيو جګړو او نښتو دپاى ته رسيدو سبب شي؛ دافغانستان د مسلمانوخلکو هميشنۍ هيلې و بللې، خو په قطر کې دطالبانو د دفتر دپرانيستل کيدو په څرنګوالي باندې يې سخته نيوکه وکړه چې که چيرې دافغانستان مشروع او اسلامي دولت چې دملګروملتو دسا زمان او د نړۍ د دولتونو له خوا په رسميت پيژندل شوى دى او د معتبر اساسي قانون او دخپلو لس کلنو برياليتوبونو په لرلو سره په قطرکې د طالبانو له سياسي دفتر سره موازي وپيژندل ش؛ د سنا مجلس په نظر دغه شان بهير مردود دى، ځکه دغه شان اقدام به د جګړو د سختوالي اود هيواد د تجزيې لپاره ديو بل معبرله پرانيستلو پرته بله نتيجه ونه لري.
ځينو سناتورانو په قطرکې د طالبانو له ډلې سره د امريکا دمتحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير خبرې يوه ستره سيمه ييزه لوبه وبلله.
دمشرانو جرګې غړو دغه راز دحکومت د دريځ په نه مشخصوالى هم نيوکه وکړه او وې ويل چې د سولې عالي شورا دخلکو له استازو سره له سلا مشورې پرته چې ويلې يې وو، د قطر په خبرو کې به ګډون ونه کړي اوپه دې وروستيو وختوکې يې تصميم نيولى دى چې يو هيئت دغه هيواد ته و استوي چې دغه دريځ هم د پوښتنې وړ دى؛ بايد د خلکو استازو ته وضاحت ورکړاى شي.
دغونډې دخبرو په جمع بندۍ کې د سنا مجلس رييس په قطرکې دطالبانو ددفتر په ردولوکې د مشرانو جرګې د يوې اعلاميې د صادرولو يادونه وکړه ، سوله يې يوه ستره اړتيا وبلله او دې سولې د بهير او د افغانانو په مشرۍ د خبروملاتړ وکړ او وې ويل چې د اسلامي امارت په نامه د طالبانو د بيرغ پورته کول خلکو ته د منلو وړ نه دى او حکومت دې بايد قطر ته د سولې دعالي شورا د هيئت د استولو په باب د خلکو استازو ته توضيحات ورکړي.
دغه راز په دغو خبروکې د ميدان وردګو ولايت دبهسودو د لومړۍ برخې په ولسوالۍ کې دکوچي په نامه دپاکستاني طالبانو د راغونډيدو يادونه هم وشوه او وويل شول چې بهرني ځواکونه دې بايد خپل ځينې وسايط اوتجهيزات ويجاړ نه کړي.
هغه دې افغاني ځواکو نو ته وسپاري او د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په ځينو ګودامونوکې د اورلګيدنې په نه مخنيوي نيوکه وشوه او ټينګار وشو چې دغه کميسيون دې په دې برخه کې وضاحت ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته