خبرونهښوونه او روزنه

تېر کال جوزجان کې ۱۷۷ ښوونځیو او دیني مدرسو ودانۍ بیا رغول شوې دي

کابل، د وري لومړۍ نېټه، باختر

د جوزجان د پوهنې ریاست مسوولینو تېر کال په دغه ولایت کې د ۱۷۷ ښوونځیو او دیني مدرسو ودانیو د بیا رغولو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد طاهر جواد په دغه ولایت کې د نوي تعلیمي کال د پیل مراسمو کې وویل چې تېر کال ۱۰ ښوونځیو ته نوې ودانۍ، ۱۴۷ بیا رغول شوې او دغه راز ۲۰ دیني مدرسو ودانۍ هم بیا رغول شوې دي.

جواد زیاته کړه چې تېر کال ۳۵ زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شوي دا په داسې حال کې چې موږ د ۱۷ زره زده کوونکو د جذب پلان درلود.

هغه وویل اوسمهال په جوزجان کې ۳۷۲ ښوونځي شتون لري چې په کې ۲۰۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

هېره دې نه وي چې د مراسمو په وروستیو کې د زنګ په وهلو سره د ۱۴۰۳ نوی تعلیمي کال پیل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته