سیاست

دافغانستان په چارو کې دپاکستان ځانګړى استازى وټاکل شو .

کابل / دغبرګولې  ٢٠مه /باختر :
دبهرنيو چارو وزارت دافغانستان په چارو کې دپاکستان ځانګړي استازي دټاکنې مبارکي وويل :
باختر اژانس ته دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت دخبرله مخې ، په کابل کې دپاکستان داسلامي جمهوريت پخواني سفير محمد صادق ددغه هېواد دصدراعظم دځانګړي استازي په توګه مبارکي وويله او ددواړو هېوادونو داړيکو ملاتړ په برخه کې يو مثبت ګام بولي.
په افغانستان کې دمحمد صادق دبلدتيا اود پخواني کارونو له مخې، دبهرنيو چارو وزارت هيله من دى دده ټاکنې ددواړو هېوادونو دهمکاريو دملاتړ اودسولې په راوستو ،د  ارامۍ دټينګښت لپاره ګټور وکرځي.
ختم _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته