کابل/ د چنګاښ٢٢مه / باختر
تخارلپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي په هوايي بريد کې ټپي شو.
پرمولوي نورالدين نن له غرمې مخکې تالقانو ښار ته څېرمه بريد وشو.
د تخار يو امنيتي خبرځاى چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي باخترآژانس ته وويل: په دې هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو نومول شوى والي مولوي نورالدين ټپي او درې ساتونکي يې ووژل شول؛ خو ځيني رسنيو په دې هوايي بريد کې د دغه والي د وژل کېدو خبر ورکړى دى.
مولوي نورالدين په تخار او ګاونډيو ولايتونو کې د وسله والو طالبانو د زياترو بريدونو مسوول بلل کېږي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
\ ذ