خبرونهنړۍ

تایوان کې زوروره زلزله شوې

نړۍ, د وري ۱۵ مه, بهرنۍ رسنۍ
د راپورونو په حواله د ٧.٤ ریختر درجې یوې زورورې زلزلې نن چهارشنبې په ځایي وخت سهار مهال د تایوان ختیځ او د جاپان، فیلیپین او چین ځینې برخې ولړزولې.
زلزلې تر اصلي ټکان وروسته نور غټ او واړه ټکانونه هم درلودل او پراخې ویجاړۍ یې رامنځته کړي.
ځینو سیمو کې د دغې زلزلې ټکانونه ۷.۷، ۷.۵ او ۷.۲ درجې هم ثبت شوي دي.
ګمان کېږي، دغې زلزلې پراخه مرګ ژوبله هم اړولې وي، خو د وروستیو معلوماتو له مخې تر دا مهاله د څلورو تنو د مړینې او لسګونو تنو د ټپي کېدو پخلی شوی دی.
زلزله ځپلو سیمو کې د برېښنا جریان پرې شوی او دغه راز نور خدمات هم ځنډېدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته