امنیت

نهه دېرش طالبان په هلمند کې ووژل شول

– کابل / د سلواغې ۲۵ مه / باختر
په هلمند کې ۳۹ وسله وال طالبان له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول او ۸ نور یې ټپیان شول.
دغه جګړې تېره شپه په نادعلي، ناوې او نهر سراج ولسوالیو کې ونښتې.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې جګړې د پوځیانو پر پوستو او کاروانونو د طالبانو له بریدونو وروسته رامنځته شوې.
قول اردو تایید کړه چې په جګړو کې ۳۹ وسله وال طالبان ووژل شول او ۸ نور یې ټپیان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
پوځیانو په هلمند کې د۳۳ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
تراوسه د دغو ماین ښخونو په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته