سیاستخبرونهTOP

تادا میچي یاماموتو: له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو عادي کېدل د ټولو په ګټه دي او جاپان په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی

کابل، د مرغومې ۴مه، باختر 

 د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون په کابل کې د جاپان سفير، د جاپان د ساساکاوای سولې بنسټ پلاوي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له پخواني استازي تادا میچي یاماموتو سره وکتل.

حنفي په دغه کتنه کې په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره د جاپان د مرستو او همکاریو او په ځانګړي ډول د ډاکتر تیتسو ناکامورا د خدمتونو او کړنو ستاینه وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي تادامیچي یاماموتو پخپلو خبرو کې وویل چې له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو عادي کېدل د افغانستان او نړۍ په ګټه دي او جاپان چمتو دی، چې په دې برخه کې همکاري وکړي. 

ورپسې د جاپان د ساساکاوای سولې بنسټ رئیس اتسوشي سونامي په دغه کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینګښت د دې لامل شوی، ترڅو یاد بنسټ په افغانستان کې د روغتیا، پوهنې، کرنې او اوبو لګولو او نورو برخو کې خپل فعالیتونه پیل کړي. 

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د جاپان سفارت سرپرست وویل چې جاپان له افغانستان سره له ۵۸ میلیون ډالرو څخه زیاته مرسته کړې او د خوراکي توکو او راستنېدونکو کډوالو په برخو کې به هم مرسته وکړي.

 د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کې وویل چې د اسلامي امارت د عمومي بښنې له امله آن هغوی، چې له مجاهدينو سره په مخامخ جګړه کې وو، ورته بښنه شوې او په هېواد کې ازادانه ژوند کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د روږدو کسانو د ټولولو او درملنې، د اداري فساد مخنیوي او له کورنیو عوایدو د بودجې تنظیم په اړه د اسلامي امارت د کړنو او فعالیتونو یادونه وکړه او ویې ویل:«اسلامي امارت د افغانستان جوړولو او ابادۍ لپاره هڅې کوو».

د یادونې وړ ده، چې مولوي عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دې ټينګار سره چې اجازه نه ورکوو د افغانستان له خاورې څخه د هېڅ هېواد پر ضد فعاليت وشي زياته کړه، اسلامي امارت غواړي له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پر اساس نيکې او ښې اړيکې ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته