ټولنه

سل تنه ښځې وستايل شوې

کابل باختردکب دمياشتې ٢١ :

دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت ښځينه کارکوونکې وستايل شوي.

په هغو مراسمو کې  چې دښځې دنړيوالې وروځې دنمانځلو له امله په دغه وزارت کې پرځاى شوي و په څه دپاسه سلو تنو ښځينه کارکوونکو سوغاتونه اوستاين ليکونه وويشل شول.

دباختراژانس دخبرله مخې  دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير ډاکترجماهير انوري  په ټولنه کې  دښځې دمقام او دبشري ټولنو په تګلوري  اوبشپړتيا کې دهغوى درول په باب خبري وکړي اودافغانستان داسلامي جمهوريت دارزښتونو په بيلابيلو  ټولنيزو برخو کې  يې دهغوى فعال شتون په ګوته کړ.

په دغو مراسمو کې دهيواد پارلمان کې ځينو ښحينه وکېلانو اودښځو دچارو وزارت استازې هم برخه لرله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته