کابل، د لېندۍ ۶ مه، باختر
د هېواد په شمال لویدیځ ولایت بدخشان کې د مخابراتي چوپړونو مسوولین په دغه ولایت کې د ۳۰ مخابراتي پروژو د پلې کولو څخه خبر ورکوي، زیاتوي چې دغه پروژې به د راتلونکي کال تر نیمایي پورې بشپړې او خلکو ته به په بېلابېلو برخو کې خدمات پیل کړي.
يونس ، راغستان، یفتل پایان، زیباک، اشکاشم، واخان، شغنان، نسی، شکی، خواهان، کوف اب، مایمی درواز او نورو سیمو کې پلې کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته ورته خدمات رسېدلي او خلکو ته په مخابراتي برخو کې د پام وړ خدمات پیل شوي دي.