ګردیز باختر د لړم ۱۴ مه
د پکتیا ولایت د سرحدونو قبایلو چارو ریاست لپاره د هندوستان هېواد په مالي مرسته درې پوړیز مېلمستون رغول کېږي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت دباختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې دغه ودانۍ به یو لوی تالار ، دولس خونې او خوړنځایونه لري .
سرچینه زیاتوي چې یاده ودانۍ د ۱۹ مېلیونو افغانیو په لګښت د هندوستان هېواد له لوري د ګردیز ښار د لوړپوړیزو ودانیو په سیمه کې رغول کېږي. پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ