کابل باختردليندۍ دمياشتې ١٦نيټه :
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ميدان وردګو ولايت په کچه د سيلاوونو د خطرونو د مخنيوي په موخه د يوه محافظتي ديوال او د اوبو د يوه سربند د جوړولو کار په دې وروستيو وختوکې بشپړ کړ .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو مسوول حبيب بهزاد دباخترآژانس ته وويل چې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اوبو رسولو د ملي پروګرام له خوا د ميدان وردګو په ولايت کې د اوبو د يوه سربند او ديوه محافظتي ديوال د جوړولو کار بشپړ شوى دى چې له دې لارې د څه د پاسه ١٠٠ جريبه ځمکې د خړوبولو او د سيلاوونو له خطر څخه د لسګونو جريبه کرنيزې ځمکې د مخنيوي زمينه برابره شوې ده .
1 1 دقیقه لوستل