خبرونهاقتصادټولنه

بدخشان کې د یوې کرنیزې پروژې چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۴ مه، باختر

د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه د چکډم په نوم د یوې کرنیزې پروژې د جوړولو چارې د یاد ولایت د جرم ولسوالۍ په هندو شهر سیمه کې پیل شوې دي.

د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري قطب الدین دهنوي وویل، چې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي پلان له مخې، د بدخشان په یوشمېر ولسوالیو کې د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د ځنګلونو د بیا رغولو

د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس قاري قطب الدین دهنوي وايي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي پلان له مخې به د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د ځنګلونو د بیارغولو او د سېلابونو مخنیوي په موخه بندونه جوړ شي.

نوموړی زیاتوي، یاده پروژه ۴۵ متره اوږدوالی او ۹ متره لوړوالی لري او د ۸۷،۷۵۰ مترمکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري، د یاد ولایت په جرم ولسوالۍ کې جوړېږي چې د یادې پروژې ټول لګښت ۲ میلیونه ۵۳۷ زره ۳۲۱ افغانۍ کېږي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پرمختیايي بودجې څخه ورکول کېږي او چارې به یې په درېیو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې د جرم ولسوال مولوي محفوظ الله همدرد وویل، چې د کوکچه سیند په دواړو غاړو کې شاوخوا ۲۰ زره جریبه ځمکه د للمې په توګه دي، چې په خړوبولو سره به یې خلکو ته کار زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې څارنوال محب الله محب د یادې ولسوالۍ د خلکو په استازيتوب په دغه ولايت کې د زيربنايي پروژو او د بندونو د جوړولو په برخه کې د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له هلو ځلو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وايي، چې د يادې ولسوالۍ د دهسنګان، يباب، سنګلاخ او خرنداب کلیواوسېدونکو له یادو پروژو څخه برخمن کېږي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته