کابل، د سلواغې ۲مه، باختر
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي چې په بدخشان کې د نسکورې شوې روسۍ الوتکې څلور تنه ژغورل شوي کسان پلازمېنې کابل ته انتقال شوي دي.
مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د هوايي چلند او دفاع وزارت روغتیايي او ژغورونکو ډلو له دوی سره لومړنۍ مرستې کړي او اوس پلازمېنه کابل ته انتقال شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې دغه الوتکه روانې مياشتې په ٣٠مه نېټه د شنبې په ماښام د بدخشان د کوف آب ولسوالی د ارز کوه پدیو سیمه کې لوېدلې وه چې له شپږو کسانو څخه یې څلور ژغورل شوي دي.
د معلوماتو له مخې دغه الوتکه له هند څخه تاشکند ته روانه وه چې د تخنیکي ستونزې له کبله یې د بدخشان په غرونو کې نسکوره شوه.