کابل، د لېندۍ ۲۴ مه، باختر
د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولینو نن سهار په ۶:۴۰ دقیقو کې د ۴،۹ ریکتر درجې په کچه د زلزلې د پېښېدو خبر ورکړی دی.
د بدخشان د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست د طبعي پېښو آمر محمد کامګار د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې دغه زلزله د ۱۴۴ کیلومټره په ژوروالي چې مرکز یې د یاد ولایت د ارغنجخوا ه ولسوالۍ اړوند سیمه وه د بدخشان مرکز او یو شمېر ولسوالۍ یې لړزولې دي.
پېښه کې چاته د سر او مال زیان نه دی اوښتی.