خبرونهسیاستTOP

بختیار سعیدوف: ازبیکستان چمتو دی په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ومني

کابل، د کب ۲۳مه، باختر

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ له راغلي لوړ رتبه پلاوي سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او همدارنګه سیمه‌ییز اتصال په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې لیدنې پر مهال د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، د افغانستان او ازبیکستان د ولسونو ترمنځ ګډو مشترکاتو ته په اشارې سره، ویلي چې دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې مشترکې ګټې لري، چې اوسمهال یې د ترلاسه کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

ملا برادر آخوند زیاته کړې چې، د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي چې اساسي تمرکز یې پر سیمه‌ییز اتصال دی او دې موخې ته د رسېدو لپاره د سیمې او په ځانګړې توګه ازبیکستان همکارۍ ته اړتیا لري.

ملا عبدالغني برادر آخوند د افغانستان او ازبیکستان له لارې د ترانزیټ کچې زیاتېدو، د سوداګریزو اړیکو پراختیا، اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو، افغانستان کې پر پانګونې، افغانستان ته د برېښنا لېږد، ټرانسپورټي او ګمرکي ستونزو له منځه وړلو او همدارنګه په ازبیکستان کې افغان ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د لوړو زده کړو زمینې برابرولو په برخو کې د دواړو لورو پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.

هغه دغه راز د اوبو مدیریت او کرنې پراختیا ته په اشارې سره ویلي دي: “د هېواد په شمال کې د قوش‌تېپې کانال د افغان ولس د لسیزو آرمان و چې متأسفانه د اوږدمهاله جنګونو او بې ثباتیو په نتیجه کې موږ ونه توانېدو چې له آمو سیند څخه د آمو سیند د حوزې د نورو هېوادونو په څېر معقوله او مشروع استفاده وکړو. خو د اسلامي امارت په راتګ سره د دغه کانال کارونه پيل شوي او افغانان خپل حق ترلاسه کوي او په دې اړه باید هېڅ ګاونډی اندېښنه و نه لري.”

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر هم، د افغانستان او ازبیکستان دوستانه اړیکو ته په اشارې سره ویلي چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو په موخه په نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ومني.

هغه زیاته کړې چې ازبیکستان ته له آمو سیند څخه د افغانستان د استفادې دریځ ارزښت لري او هېواد یې چمتو دی د دغه کانال په تخنیکي برخه او همدا راز د اوبولګولو د عصري سیسټمونو په عملي کولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

بختیار سعیدوف همدا رنګه ویلي چې ازبیکستان چمتو دی په افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پر پانګونې سربېره، د سوداګرۍ کچې زیاتېدو او د سیمه‌ییز اتصال په موخه د افغان – ټرانس او برېښنا په برخه کې مهمې پروژې عملي کړي.

د یادونې وړ ده چې په راغلي ۳۰ کسیز لوړ رتبه ازبیک پلاوي کې، د یاد هېواد د کابینې یو شمېر غړو او د خصوصي سکټور استازو حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته