نړۍ، د مرغومې ۲ مه، بهرنۍ رسنۍ
د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم د خبر له مخې د نړۍ د شاوخوا ۵۰ هېوادونو مشران، استازي، پوهان، علماء، خبریالان او نور مخور نن شنبې په تهران کې راټول شوي او د فلسطین په موضوع سره بحث او خبرې کوي.
خبر زیاتوي، چې دغه ناسته (د فلسطین په اړه د نړیوالې راټولېدنې) تر نامه لاندې پیل شوې او د یوې ورځې لپاره دوام کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم ناستې ته ورغلی دی.
د فلسطین پر ملاتړ دغه ناسته په داسې مهال ترسره کېږي، چې غزه کې د صهیونستي پوځ بریدونه لا هم روان دي او تر ډېره یې قربانیان ملکي وګړي دي.