امنیت

دپوليسو يو افسر په نيمروز کې د طالبانو له خوا وتښتول شو.

نيمروز – باختر د وري دمياشتې ٢٢
دپوليسو يو افسر پرون دنيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو له خوا وتښتول شو .
دنيمروز ولايت دملي امنيت په رياست پورې يوه اړونده خبرځاى دباختر آژانس خبريال ته وويل: د دلارام ولسوالۍ دپوليسو يو افسر کله چې دخپل معاش دترلاسه کولو لپاره دبانک په لور روان و د طالبانو له خوا تښتول شوى دى .
يوه اړوند خبرځاى وويل : د طالبانو له خوا دپوليسو ددغه افسر د آزادولو په موخه دامنيتي ځواکونو هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته