کابل باختر د وري دمياشتې ١٢ :
د ملي دفاع وزارت په هېواد کې د٢٧ تنو ډارچوونکو د وژل کيدو خبر ورکړ.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په تيرو ٢٤ ساعتو کې دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېواد په بيلابيلو سيموکې يو لړګډ چاڼيزعمليات تر سره کړل چې له امله يې د ځانمرګو بريدونو ديوه سازمان ورکوونکي په ګډون ٢٧ تنه ډاراچوونکي ووژل شول او اوولس تنه ټپيان او شپږ تنه نور يې ونيول شول.
دغه عمليات د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دکاپيسا، ننګرهار ، لغمان ، پکتيکا، غزني ، قندهار، روزګان ، فراه ،. فارياب ،کندز اودهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .
دغه راز په دغو عملياتو کې د دښمن يو شمير ليږدونکي وسايط او جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
0 1 دقیقه لوستل