امنیت

په ننګرهار کې دطالبانو او داعشيانو ترمنځ دمرګانيو نښتو دوام او دپوځي عملياتو پيل

کابل باختر د لړم پنځمه :
په ننګرهار ولايت کې دطالبانو او داعشيانو ترمنځ دمرګانيو نښتو له دوام سره جوخت پوځيانو په دغه ختيځ ولايت کې ددواړو ډار اچوونکو ډلو دځپلو  لپاره پوځي عمليات پيل کړي دي .
  په خوږياڼو ولسوالۍ کې  دغه جګړې  يوه مياشت کيږي چې دوام لري .
درارسيدلو خبرونو له مخې ،  دغه جګړې  په يوې بلې ددغو دواړو  ډار اچوونکو ډلو د لوړتيا غوښتنې او واکمنۍ غوښتنې له امله پيل شوي دي .
دننګرهار  دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې تراوسه پورې  له دواړو لورو څخه ٧٦ تنه ډاراچوونکي وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي .
خوږياڼي زياته کړه چې  ددواړو لورو  ترمنځ نښتې په خپل قوت سره دوام لري .
   په همدې حال کې ويل شوي دي  چې دغه نښتې ددې سبب شوي دي چې دسيمې په لسګونو کورنۍ له خپلوکورونو  اوټاټوبو څخه وتلو ته اړې شي .
  له بلې خوا هم په ننګرهار کې جګپوري پوځي او ملکي مقامات وايي چې په خوږياڼيو کې دداعشيانو او طالبانو دپوپناه کولو لپاره عمليات  پيل کړي دي .
دغه پوځي عمليات دملي اردو اوملي پوليسو دسلګونو تنو پوځيانو په ګډون پيل شوي دي او موخه يې دداعشيانو او طالبانو پوپناه کول  دسيمو اوسيدونکو ته دزيانونو درسيدو مخنيوي بلل شوى دى .
دطالبانو او داعشيانو ترمنځ نښتو په څو وروستيو ورځو کې  دهېواد په ختيځ کې زور اخستى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته