خبرونهامنیت

افغان ځواکونو په ګوسفندي ولسوالۍ کې پرمختګ وکړ

٥١- کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
د سرپل د ګوسفندي ولسوالۍ څو کلي د افغان ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول .
د سرپل د امنيې قوماندانۍ وياند نوراقا فيضي باختراژانس ته وويل چې دغه عمليات پرون د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډون په دغې ولسوالۍ کې پيل شول چې په پايله کې يې يوشمېر کلي د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاک شول .
فيضي زياته کړه: د دغوعملياتو په بهير کې د وسله والو طالبانود ډلې دوه سرګروپان ملارفيع اوملانجيب ووژل شول او ٨ تنه نور طالبان ټپيان شول.
ويل کېږي چې دغه عمليات د دښمن له شتون څخه د دغې ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام کوي .
د يوبل خبرله مخې؛ د سرپل په سوزمه قلعه اوصياد ولسواليوکې د افغان ځواکونو پرپوستو د وسله والوطالبانو د بريدونو په پايله کې ٧ تنه پوليسان ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه چې دغه بريدونه تېره شپه د افغان ځواکونو پرپوستو ترسره شول او په دې جګړوکې وسله والوطالبانوته هم د سر زيان اوښتى دى.خودقيق شمېر يې تراوسه معلوم نه دى .
د سرپل د امنيې قوماندانۍ وياند وايي که چېرې د سرپل د نا امنو ولسواليو د امنيت تامينولوته جدي پاملرنه ونه شي حالات به خراب شي .
ختم_ ج_ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته