امنیت

په ننګرهارکې له څه دپاسه ٢٠٠ کورنيو سره مرسته وشوه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٢
په ننګرهار ولايت له څه د پاسه دوه سوه بېوزلو او راستنو شويوکورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه .
په دې پړاوکې له پاکستان څخه له څه د پاسه دوه سوه اتو راستنو شويو او د جګړو له امله له بېځايه شويوکورنيو سره د نغدو پيسو مرسته شوې ده .
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رييس غلام حيدر فقيرزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې له هرې مستحقې کورنۍ سره د يوولسو زرو افغانيو مرسته شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته