کابل، د ثور ۲۵ مه، باختر
په فراه کې د عدلیې ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې ۴۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غصبه خلاصه کړې او په تړاو یې د ۵۰۴ تنو نوملړ اړوندو ارګانونو ته سپارلی دی.
د فراه د عدلیې ریاست د قضائیه آمر نثار احمد “عدالت” وايي چې یاد ریاست په تېرو څو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۴۰۰ جریبه دولتي ځمکه د زورواکو له منګولو خلاصه کړې ده.
دغه ریاست له خلکو غواړي چې د دولتي او غیر دولتي ځمکو له غصبه ډډه وکړي. په خبره یې، له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.
په همدې حال کې د عدلیې رئیس مفتي مولوي سردار محمد “مرصاد” وايي چې د فراه د مرکز او ولسوالیو مسؤلین باید په مرکز او ولسوالیو کې د دغه ریاست آمرینو او مدیرانو ته د کار صلاحیت ورکړي، چې ټولې حقوقي کړنې، دعوې او موضوع ګانې په سمه توګه حل شي.
په ورته وخت کې په فراه کې د ۶۰ مېلیونو افغانيو په لګښت د اوبو رسولو پروژو چارې پیل شوې دي.
ځايي چارواکي وايي چې د پیل شویو پروژو چارې په چټکۍ سره روانې دي چې په بشپړېدو سره به یې سلګونه جریبه ځمکو ته د خړوب اوبه برابرې شي. په پروژو کې شمالي کانال هم شامل دی او د رغولو لګښت یې (UNDP) ورکوي.
ن/ر