سیاستخبرونهTOP

اسلامي امارت په خپلو دوو چارواکو د امریکا له لوري تازه بندیزونه وغندل

 کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت ویاند د امریکا د خزانې وزارت له لوري په خپلو دوو چارواکو تازه بندیزونه په کلکه غندلي دي.

ذبیح الله مجاهد پر خپله اکس پاڼه ليکلي: (د امریکا د خزانې وزارت له لوري د اسلامي امارت په دوو مسؤلینو شیخ فریدالدین محمود او شیخ محمد خالد حنفي د بندیز اقدام غندو).

مجاهد زیاته کړې، چې د فشارونو اعمال او تحریمونو وضع کول د هېڅ ستونزې حل نه دی او سره له دې، چې امریکا د داسې ناکامو اقداماتو مخینه لري باید نور یې ناکامه تجربې نه تکرارولای.

د افغانستان د حکومت ویاند همدارنګه ویلي، په داسې حال کې، چې پخپله امریکا له اسرائیلو څخه د ملاتړ په دلیل د بشر حقوقو په سترو ناقضینو کې قرار لري، پر نورو خلکو د بشر د حقوقو د نقض تور پورې کول او بیا بندیز پرې لګول غیر موجه او غیر منطقي دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته