کابل باختر دکب دمياشتې ١:
ناپيژاندو وسله والــــو کسانو په جوزجان ولايت کې د جنرال دوستم د کور يو ساتوونکى په ډزو سره وواژه .
دجوزجان دامنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره د مبارزې دمديريت دکشف آمر محمد رحيم دباخترآژانس خبريال ته وويل : ناپيژاندو وسله والوکسانودجمعې په ماښام په شبرغان ښارکې دجنرال دوستم دکور يو ساتوونکى په نامعلوم دليل وژلى او يو تن بل يې ټپي کړى دى.
خبرځاى وويل: په دغه سړي هغه وخت ډزې وشوې چې دى د وزلوبې د ډګر د امنيت په تامينولو بوخت و.
عيني شاهدان وايي چې دغه پيښه د شخصي دښمنيو زيږنده ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ