خبرونهنړۍ

اردن د ایران پر ضد ستراتیژیکه غلطي کړې؛ پوتین او رییسي ټلفوني خبرې کړې

نړۍ، د وري ۲۹مه، بهرنۍ رسنۍ

الجزیرې د ایراني چارواکو له قوله ویلي، چې اردن پر اسرایلو د ایران له لوري د توغول شویو توغندیو په شنډولو کې مرسته کړې.

دغه چارواکي  د اردن دغه کړنه یو ستراتیژیکه غلطي بللې ده.

د یادونې وړ ده، چې د ایران له لوري د توغول شویو توغندیو د شنډولو په برخه کې امریکا او فرانسې هم د اسرایلو ملاتړ او مرسته کړې وه.

ورته وخت کې د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له خپل ایراني سیال ابراهیم رییسي سره ټلفوني خبرو کې د اسرایلو پر ضد د ایران د ځوابي برید ستاینه کړې او دا یې د اسرایلي لوري د مجازات کولو ښه لاره بللې ده.

ایراني لوري هم د دغه برید په اړه د مسکو له دریځ څخه مننه کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته