بعداد بي بي سي باختردتلې د مياشتې ٢٣ نيټه :
عراقي ځواکونه په کرکوک کې د کردانو تر کنترول لاندې سنګرونو په لور پرمخ ځي.
باختر آژانس د بي بي سي له خولې خبر راکړ :
کردي امنيتي مقامات وايي چې د عراق د دولتي ځواکونو موخه د نفتي ډګرونو او د يوې هوايي اډې بېرته نيول دي.
له هغه وروسته د عراق کردانو په يوه ټولپوښتنه کې د خپلواکۍ په باب رايې ورکړې؛ د عراق د کردستان د راتلوونکي پر سر د دواړو لورو ترمنځ تاوتريخوالي زور اخيستى دى.
کردي مقامات وايي چې عراقي ځواکونه دشيعه پوځي مليشو په مرسته له جنوب څخه د کرکوک په لور روان دي.
د عراق حکومت وايي چې موخه يې د فدرال حکومت د اډو او تاسيساتو ساتنه ده. دوى وايي چې له کردي ځانمرګو سره به مرسته وکړي.
په ٢٠١٤ ميلادي کال کې چې داعش د عراق د شمال ځينې سيمې ونيولې ځانمرګو بريدګرو د کرکوک د مهمو سيموکنترول ترلاسه کړ.
پاى سعيده ذ
0 1 دقیقه لوستل