سیاستخبرونهTOP

آذربایجان د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي

کابل، د سلواغې ۲۶مه، باختر
په کابل کې د آذربایجان جمهوریت سفیر الهام محمدوف له مولوي امیر خان متقي سره په تعارفي ناسته کې په کابل کې د سفارت پرانیستلو په اړه د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت رسمي لیک د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته وړاندې کړ.
په دې ناسته کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیل، اقتصادي همکاریو او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې په لومړي ځل د اذربایجان جمهوریت د سفارت پرانیسته او د سفیر په کچه د ډيپلومات رالیږل دوو اړخیزو اړیکو کې مهم پرمختګ وباله او دا یې د افغانستان او اذربایجان د دوستۍ ښه نښه وبلله.
متقي د افغانستان او اذربایجان اړیکې تاریخي وبللې او د هغه هېواد سفیر ته یې د هرکلي ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چمتو دی چې په کابل کې د اذربایجان سفارت سره لازمه مرسته وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه وویل؛ اسلامي امارت غواړي په باکو کې د افغانستان سفارت کې د ډیپلوماتیک حضور کچه لوړه کړي.
په ورته وخت کې په کابل کې د اذربايجان سفير الهام محمدوف وویل، آذربایجان د افغانستان حاکمیت او خپلواکۍ ته درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
محمدوف مننه وکړه، چې افغانستان تل د اذربایجان د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کړی دی.
د اذربایجان سفیر وویل، دا په تاریخ کې اول ځل دی چې د اذربایجان سفارت په کابل کې پرانیستل کېږي.
هغه د امنیت، ثبات، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې او اقتصادي پرمختګونو په اړه د افغان حکومت لاسته‌راوړنې وستایلې.
محمدوف وویل چې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ په ګڼو برخو کې د همکاریو ښه ظرفیتونه شته چې کولای شي د دواړو هېوادونو په ګټه ثابت شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته