کابل باختر د ليندى دولسمه :
په سرپل کې دپنځو روغتيايي مرکزونو دجوړولو کار پيل شو .
دسرپل دعامې روغتيا رييس ډاکتر نور الحق مراد جليس دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه مرکزونه دسوزمه قلعه ، بلخاب ، ګوسفندي په ولسواليو او دسرپل په ښار کې دعامې روغتيا وزارت له بودجې څخه دڅه ناڅه سل مليونو افغانيو په لګښت جوړېږي .
ده وويل چې دغه راز ددغه ولايت دعامې روغتيا رياست دانګړ ديوالونه هم له همدې بودجې جوړېږي .
ختم_ سعيده _ اکرم