امنیت

په فراه کې د ماين د چاودنې له امله څلور تنه ماشومان شهيدان شول

کابل باختر د کب  لسمه :
د فراه ولايت په مرکزکې نن د يوه ماين د چاودنې له امله څلور تنه ماشومان شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول .
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال دل جان خاکريزي  دباختر آژانس خبريال ته وويل: د فراه ولايت په مرکزپورې اړوندکرمي سيمه کې  دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې ماشومانو په تيرو وختونوکې له يوه ځاى پرځاى کړى شوي ماين سره لوبې کولې .
ده زياته کړه چې په دې پيښه کې څلور تنه  ماشومان شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .
د فراه د ولايتي روغتون آمر ډاکتر عبدالحکيم رسولي وويل چې په دې پيښه کې د شهيدو او ټپي ماشومانو عمرونه له لسوکلونو څخه ښکته دي.
د کرمي د کلي يوه اوسيدونکي بينامين وويل: دغه شپږ تنه ماشومان زموږ د کلي اوسيدونکي و او څاروي يې د پيولو لپاره غره ته بيولي و چې د ماين له چاودنې سره مخامخ شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته